
د ایکنا راپور له مخې، دبیلجیّم د خنت جوماتونو ټولنې (VGM) پرون پنجشنبه په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، د فلاندر ختیځي ولایت په ښوونځیو کې په روسرئ یا سکارف د بندیز د لغوَ کولو لپاره به د بلجیّم حکومتي شورا ته شکایت وړاندې کړي.
دغې اسلامي ټولنې چې د خنت ښار د ۲۳ جوماتونو استازیتوب کوي، په دغې اعلامیې کې ویلي چې په ښوونکو مسلمانانو سره د نظرپوښتنې پروسه په سمه توګه نه ده ترسره شوې، او ځینو ئې د احتمالي پایلو له ویرې خپل ریښتینی نظر نه دی څرګند کړی.
د دغې ټولنې د اعلامیې په وینا، ټولنیزه فضا داسې ده چې په کې مسلمانې ښځې "په جوړښتي توګه" له دې محرومې دي چې خپل هویت په آزاد او درناوي سره څرګند کړي او د دغه بندیز په اړه شوې څرګندونې د "ډیموکراسئ د بحث په چوکاټ کې د اندیښنې وړ بدلون" ښکارندوي کوي.
VGM په ځانګړي ډول د فلاندر ختیځي ولایت د مرستیال والي، کورت موئنس، هغه څرګندونې غندلې چې ویلي یې دي ، هغه له "پراخې مسلمانې ټولنې" سره مشورې کړې دي. په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، داسې کومې مشورې ورسره نه دي شوي.
دغې ټولنې دغه ادعاګانې هم رد کړې چې د حجاب پر ضد مخالفت کوونکي ممکنه ده د افراطیت لور ته روان وي او خبرداری ئې ورکړ چې د بیان آزادي ډیره تر دباؤ لاندې ده .
د چهارشنبې په ورځ، د فلاندرخیتځي ولایتي حکومت د ایالتي ښوونځیو لپاره په حجاب د بندیز مسوده تصویب کړه چې په ۲۰۲۶-۲۰۲۷ تعلیمي کال کې به پلي شي.
آسټریا استدلال کوي چې دغه بندیز د جنسیتي برابري دودوي. خو، ورته محدودیت چې یوازې د ۱۰ کالو څخه کم عمره انجونو لپاره و، ځکه چې دغه اقدام په ځانګړې توګه مسلمانان ټارګټ کړي وو. ، د ۲۰۲۰ کال د اساسي قانون په محکمې کې لغوه شو.
https://iqna.ir/fa/news/4323728